د قالين بافۍ
دويم ګروپ مستفدين، د خپلې ژمنې سره سم، په برياليتوب او زيار سره خپل کورني
کارونه بېرته پيل کړل. په دې پړاو کې، نه (۹) ډلې شته چې په هره ډله کې درې (۳) کسان شامل دي، چې ټولټال ۲۷ تنه کيږي، او دا ټول د کابل ښار د ۱۳مې ناحيې (دشت برچي) اوسېدونکي دي. دا
کسان چې اقتصادي حالت يې خراب دی، د بېرته د کار زمينه برابرېدو له امله خوښي څرګندوي
او اوس د خپلو کورونو څخه د قالينونو اوبدلو کار ته بوخت دي.
آغلې کيميا، چې د اتفاق ښارګوټي کې ژوند کوي، وايي:
"زه ډېره خوشحاله يم چې د قالين بافۍ
يوه پایه لرم. د ملي سازمان د ساتنې او بقا له خوا ما ته د کار لپاره لومړني مواد
برابر شول. تېر قالين مې خرڅ کړ، له هغې پيسو څخه مې نور مواد واخيستل او حاصل شوی
عايد مې د کور لګښتونو ته ځانګړی کړ. په داسې حال کې چې ډېرې ښځې بېکاره دي او په
کورونو کې ناستې دي، زه کار لرم او خوشاله يم. هيله لرم چې د نورو ښځو لپاره هم د
کار او کوچنيو سوداګريو زمينه برابره شي."
آغلې کيميا د ۲۷ هغو مستفدينو څخه يوه ده چې اوس په
خپلو کورونو کې د قالين بافۍ کار کوي. د دې ډلې نور غړي هغه نجونې دي چې له ښوونځي
يا پوهنتون څخه پاتې شوې دي او اوس په زيار سره د توليدي کارونو بوختې دي.
په پای کې، آغلې کيميا د ملي سازمان د ساتنې او بقا او د نړيوالې ښځو سازمان څخه د مرستې او ملاتړ مننه وکړه او غوښتنه يې وکړه چې د نورو ښځو لپاره هم د کار کولو فرصتونه برابر شي.